په ننګرهار کې ۲۱۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

mrrd-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۲ - ۱۴:۱۳
په ننګرهار کې ۲۱۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت، په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو، روغتیاساتنې او اوبو لګولو ملي پروګرام له لوري د ننګرهار ولایت په د اچین ولسوالۍ په کهي لوی کلي کې د ۴.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د څښاک د اوبو یوه لمریزه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. ددغې شبکې په جوړېدو سره د شاوخوا ۲۱۰ کورنیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوه.

په یاده پروژه کې د یوې ژورې څاه کیندل، د ۲۰ متره مکعب په ظرفیت سره د یوې ارتفاعي ذخیرې او د سولرونو لپاره د یوې احاطې جوړول، د څه باندې ۲.۵ کلیو متره اوږدې شبکې غځول، د ۲۰ سولرونو، ۶۷ نل‌بندانونو، ۶۷ مېترونو او نورو اړینو پُرزو نصبول شامل وو.

د اوبو رسولو پروژه د کهي د کلي د پرمختیايي شورا پر مټ تطبیق شوه، چې د جوړولو چارو یې د ځايي خلکو لپاره په سلګونه کاري ورځې هم رامنځته کړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS