په ننګرهار کې یو روغتیایی مرکز جوړ شو
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت له لوري د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍ د هیبت خیلو په سیمه کی د ۹.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه روغتیايي مرکز ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاد مرکز ۸ خونې، ۵ تشنابونه، یوه د ساتونکو خونه ، د احاطې دیوال او یوه څاه لري .
د کوټ ولسوالۍ اوسیدونکو ددې روغتیایي مرکز په جوړیدو خوښي وښوده او زیاته یی کړه چې ددې روغتیایي مرکز په جوړیدو سره په سیمه کی ناروغانو لپاره ګڼې اسانتیاوې برابرې شوې