په ننګرهار کې له ۱۰ اړو کورنيو سره څه باندې د ۱۳۶ زره افغانيو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته وشوه
د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د غله جاتو د بانک له لوري د ننګرهار ولايت د کامې ولسوالۍ د قلعهٔ اخوند کلي د پرمختيايي شورا له خوا له ۱۰ اړو کورنيو سره د څه باندې ۱۳۶ زره افغانيو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته وشوه. دغه مرستې د ولسي تړون د ټولنيز ګډون لپاره د مالي وجهې پروګرام (SIG) له خوا چې د خلکو ونډه هم پکې وه، کليوالو ته وړاندې شوې چې غوړي، اوړه او بوره پکې شامل وو. د بې روزګارۍ او موسمي لوږې په موده کې د کليو اړو کسانو ته د غله جاتو بانکونو له لارې مرسته، دشتمنو خلکوله خوا د بې وزليو دلاسنيوي فرهنګ خپروي.
