په ننګرهار کې د ۳۷۵ کورنیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

mrrd-admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۶ - ۴:۴۷
په ننګرهار کې د ۳۷۵ کورنیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ ‌الصحې د پروګرام له لوري د ننګرهار ولایت د غني‌خېلو ولسوالۍ په بېلا بېلو کلیو کې د ۱.۷ میلیونه افغانیو په لګښت د څښلو د اوبو ۱۵ څاه‌ګانې چې په لاسي بمبو هم سمبال وې، جوړې او د ځايي خلکو ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د یادو شویو څاه‌ګانو په جوړېدو سره د څه باندې ۳۷۵ کورنیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.

د څاه ګانو د جوړولو دغه پروژه د شمال نظرګل د پرمختیايي شورا لخوا تطبیق شوه او د پروژې د جوړولو چارو د ځايي خلکو لپاره شاوخوا ۱۳۰۰ کاري ورځې هم رامنځته کړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل‌ فرش سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا پورې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل ‌فرش سړک د جوړولو چارې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۶:۱۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال په ننګرهار کې د پراختیايي پروژو د کار له بهیر څخه څارنه ترسره کړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ښاغلي الحاج محمد ارسلاح خروټي ننګرهار ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د بېرته راستنېدونکو کډوالو ښارګوټي کې د. . .

BACK TO NEWS