په ننګرهار کې د ٨٠٦ پرمختیایی پروژو چارې روانې دي

mrrd-admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۷ - ۸:۴۲
په ننګرهار کې د ٨٠٦ پرمختیایی پروژو چارې روانې دي

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په تیر یوه کال کې په ننګرهار کې د ۳.۵ ملیارده افغانیو په لګښت ٣٤٧ بیلابیلې پروژې تطبیق کړي او دنږدې پنځه سوه میلونه افغانیو په لګښت ٨٠٦ پروژې تر کار لاندې دي.

١٣٣٣ پروژې په پلان کې نیول شوي چې ١١٧١ د ولسي تړون ملي پروګرام او ١٦٢ د نورو اړوندو برنامو څخه دي .

په ننګرهار کې د اقراء برنامې له لوري د ٥٧ ښوونځیو لپاره ودانۍ، ٢٥ مسجدونه ، ٨٣ د اوبو رسولو شبکو چارې بشپړې او د ښوونځیو لپاره د ١٠٧ ودانیو، ٣٩ مساجدو او ١٢٩ اوبو رسولو شبکو چارې روانې دي همدا راز د استنادي دیوالونو، سړکونو، کاریزونو، سربندونو، د کلینک ودانیو او د پاکو اوبو د څاه ګانو د کیندلو پروژو هم پلې شوې دي او په ځينو نورو کار روان دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS