په ننګرهار کې د اوبو لګولو کانال د جوړولو کار بشپړ شو
د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ په برده طاهر کلي کې د ۴.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۳۵۰ مټرو په اوږدوالي د اوبو لګولو د کانال د جوړولو کار بشړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د دغه کانال د فزیکي کار پر مهال چې له ملي بودیجې تمویل ۲۳۴۸ کاري ورځې رامنځته شوي چې د سیمې ۲۸۰۰ کسه به ترې ګټه پورته کړي.
د یادونې وړ ده چې یاد کانال به نه یواځې د سیمې سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راولي بلکې کرنیزو ځمکو ته د اوبو د رسیدو په لار کې به د دغو اوبو د بې ځایه ضایع کیدو مخه هم نوره ونیول شي.