په ننګرهار کی ۵۷۶ متره استنادي دیوال جوړیږي
د ننګرهار کلیو بیارغونې او پراختیا رییس انجینر امان الله میاخیل او د بهسودو ولسوالۍ د سراچې عربانو سیمې د محمد روز شورا ترمنځ ۱۷،۶ میلونه افغانیوپه ارزښت د یوه استنادي دیوال دجوړیدو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه استنادي دیوال د ۵۷۶ متره په اوږدوالي د کلیو پراختیا وزارت د سیمه ییزې پراختیا پروګرام له بودیجې جوړیږي چې په یاده سیمه کې به نږدې ۳۰۰ جریبه ځمکه د موسمي سیلابونو له ګواښ څخه وژغوري.