په ننګرهار کی د یوه روغتیایي مرکز لپاره د ودانۍ جوړیدو چارې بشپړې شوې

Ehsan_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۲۱ - ۱۱:۲۳
ننگرهار

د ننګرهار د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست له لوري د کوټ ولسوالۍ د هیبت خیلو او اسد خیلو په قریه کې د نهمه نیم میلونه افغانیو په لګښت د یوه روغتیایي مرکز لپاره د ودانۍ جوړیدو چارې بشپړې شوې.
دغه روغتیایي مرکز د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزې پراختیا پروګرام تر سیوري لاندې د مالیې وزارت له بودیجې څخه جوړ شوی دی چې د ناروغانو لپاره ۸ خونې ۴ تشنابونه او د احاطې دیوال لري ددې ودانۍ په جوړیدو کې لس سلنه ولسي ونډه هم شامله ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۸:۵۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو پراختیا انسټيټوټ او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۲:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا او خوست ولایتونو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا او خوست ولایتونو له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۴۳
Background image

په دایکندي ولایت کې د اوبو رسولو (۴) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم له خوا د دایکندي ولایت په پاتو ولسوالۍ کې د  څه باندې (۲۹،۹) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (. . .

BACK TO NEWS