په میدان وردګ کې د ۴۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۸۱ ښوونځیو د جوړولو کار روان دی

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون پروګرام د اقرا پروژې تر سیوري لاندې په میدان وردګ ولایت د ۴۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۸۱ ښوونځیو د جوړولو کار روان دی.
په پام کې ده چې د اقرا پروژې تر چتر لاندې په ټولیزه توګه په میدان وردګ ولایت کې ۱۹۶ ښوونځي جوړ شي، او د یاد ولایت د زده کوونکو لپاره د زده کړو وړ چاپیریال رامنځته کړي.