په میدان وردګو کې ۳۰۰ تنه زده کوونکو ته د زده کړې مناسبه زمینه برابره شوه

mrrd-admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۷ - ۱۰:۴۶
په میدان وردګو کې ۳۰۰ تنه زده کوونکو ته د زده کړې مناسبه زمینه برابره شوه

په میدان ورد ګو ولایت کې۳۰۰ تنه زده کوونکي د یوه ښوونځی په جوړیدو سره د زده کړې له مناسب چاپیریال څخه برخمن شول. دا ښوونځی چې۶ درسي خونې،۱ اداري خونه، ۳ تشنابونه او د پاکو اوبو یوه څاه لري د میدان ورد ګو ولایت د چک ولسوالۍ اړوند د دربند پراختیایي شورا لخوا یې کار بشپړ شویدی چې ۴ مېلیونه او۸۰۰ زره افغانۍ لګښت پرې راغلی. دغه ښوونځی د کلیو بيارغونې او پراختیا وزارت، د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د اقرأ پروژې تر سیوري لاندې د نجونو او هلکانو د زده کړې لپاره جوړ شوېدي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل‌ فرش سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا پورې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل ‌فرش سړک د جوړولو چارې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۶:۱۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال په ننګرهار کې د پراختیايي پروژو د کار له بهیر څخه څارنه ترسره کړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ښاغلي الحاج محمد ارسلاح خروټي ننګرهار ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د بېرته راستنېدونکو کډوالو ښارګوټي کې د. . .

BACK TO NEWS