په میدان وردګو کې ١٠٠ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

mrrd-admin
شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۱۳:۲۹
په میدان وردګو کې ١٠٠ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او روغتیا ساتنې ملي پروګرام له لوري د میدان وردګو ولایت نرخ ولسوالۍ د تیتمور سیمې په ګوډانو کلي کې د ٢.٧ میلیونو افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یوه شبکه تر رغولو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاده شبکه، چې په لمریزې بریښنا سنباله ده، په په جوړیدو سره یې د یاد کلي ١٠٠ کورنیو او د یوې مدرسې ١٢٠ تنو نارینه او ښځینه زده کوونکو ته د څښاک پاکې او صحي اوبه برابرې شوې.

د یادولو وړ ده، چې د دې شبکې د جوړولو پر مهال د سیمې اوسېدونکو ته ١٢١٦ کاري ورځې هم رامنځته شوې وې، چې ګڼ شمېر تخنیکي او نا تخنیکي کارکونکو ته یې کاري زمینې برابرې کړې وې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۱۹
Background image

په پروان ولایت کې د (۱۷۵) بیلابیلو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې (۲۴۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۷۵) پراختیايي پروژو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۵:۲۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت کې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب په مشري نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې چې د کلیو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۸:۱۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د (۱۱۶) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د میدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د شاوخوا (۲۰۳) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۱۶) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې نن د یو لړ مراسیمو په ترڅ. . .

BACK TO NEWS