په لغمان کې د ۱.۷۲ کیلو متر سرک د جوړېدو کار روان دی
د کلیو بیا رغونې او پرختیا وزارت سرکونو د جوړونی ملی برنامي د مهترلام اړوند پشه يي تیرګړیو په سیمه کې ( ۱.۷۲)کیلومتره کانکریټی سرک د جوړېدو کار روان دی، چې د کارې بهیر څارنه یې تر سره شوه.
د یادي سیمې شورا ته سپارښتنه وشوه، چې د پروژي د رغوني چارې دې د هوکړه لیک سره سم په ښه کیفیت، کمیت او ټاکلې نيټې سر ته ورسوي. د سیمې محلي پرمختیايي شورا دپروژې د چارو د کیفیت او کمیت اړوند ډاډ څرګند کړ. د نوموړې سرک پروژه به په شپږومیا شتو کې په اساسي او پاخه ډول رغول کیږې، چې درغوني دچارو په بشپړیدو سره به د سیمې اوسیدونکوته دتګ او راتګ پوره اسانتیا وې برابرې شې.