په فاریاب کې د ۴۸ مترو په اوږدوالي د یوه پل جوړولو کار پیل شو
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي لار جوړولو ملي پروګرام له لوري د فاریاب د مرکز میمنې د تانک تیل کهنه سیمه کې د میمنې پر سیند د ۴۸ متره اوږد او ۱۲.۵ متره پلن پل جوړولو د کار د پیل ډبره کیښودل شوه.
د یادولو وړ ده چې د دې پل په جوړیدو سره به د سیمې د ۴۰ زره کسانو ترانسپورتي ستونزې هوارې شي.