په غور ولایت کې د سړک د جغل اچولو او ترمیم چارې پیل شوې
د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر او نظارت لاندې، د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ او د کار په بدل کې خوراکي توکي د پروګرام له لارې د غور ولایت د مرکز اړوند په گلدره شیخاه کلي کې د ۵ کیلو متره سړک د جغل اچولو او ترمیم چارې پيل شوې. په دغه پروژه کې هره ورځ د سیمې ۱۵ تنه اوسیدونکي د ۳۵۰ افغانیو په بدل کې په کار بوخت دي چې د یادې پروژې په پلې کیدو سره به د ۱۵۰ کورنیو لپاره ترانسپورتي اسانتیاوې رامنځته شي او د دوی د تګ راتګ زمینه اسانه کیږي.