په سرپل کې د۵.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۶۰متره استنادي دیوال د جوړیدو ډبره کبښودل شوه
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د سیمه یزو پروګرامونو د همغږۍ د دفتر له لوري د سرپل ولایت د سنچارک ولسوالۍ په اوقاف شرقي کلي کې د۵.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۶۰متره استنادي دیوال د جوړیدو ډبره کبښودل شوه
ددې پروژې په پیل سره به تخنیکي او غیر تخنیکي کارکوونکو ته لسګونه کاري ورځې رامنځته شي او په جوړیدو سره به یې د کلي جومات، باغونه او ۳۰۰ کورونه د موسمي نیزونو له ګواښه خوندي شي.