په سرپل او جوزجان کې د پروګرام د فعالیتونو بهیر

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام له لوري د سرپل ولایت په مرکز کې د ۱۴ سپما ګروپونو له فعالیتونو څخه چې ۱۸۲تنه پکې غړیتوب لري لیدنه وکړه.
همدا راز په جوزجان ولایت کې ۴۰ نویو جوړ شویو سپما ګروپونو ته یې د پیسو د سپمولو په موخه بکسونه او د قرطاسېې بنډلونه هم وېشلي دي.