په سره رود ولسوالۍ کې ۳۰۰۰ بې وزله کورنیو سره د خوراکی توکیو دمرستو لړۍ پیل شوې ده 

Ehsan_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱/۱۱ - ۰:۱۴
ننگرهار

د ننګرهار کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست ترچتر لاندې د خوړو نړیوال پروګرام WFP په مرسته د FGA په تخنیکي همکارۍ په سره رود ولسوالۍ کې ۳۰۰۰ بې وزله کورنیو ته د خوراکي توکیو د مرستو ویشلو لړۍ پيل شوی ده .
پدې مرستو کې پنځوس کیلو ګرامه اوړه ، ۴،۵ لیتره غوړي اته کیلو ګرامه دال او مالګه شامل دي چې هرې کورنۍ ته به یاد مقدار مواد ددرې میاشتو لپاره ورکول کیږي.
د کلیو پراختیاریاست په همکارۍ په داسې حال کی کلیوالي سیمو کی اړمنو کورنیو ته خوراکی توکی ویشل کیږی چې په بازارونو کی دی لومړنیو خوراکي توکیو بیې د پخوا په پرتله لوړې شوې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۸:۵۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو پراختیا انسټيټوټ او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۲:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا او خوست ولایتونو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا او خوست ولایتونو له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۴۳
Background image

په دایکندي ولایت کې د اوبو رسولو (۴) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم له خوا د دایکندي ولایت په پاتو ولسوالۍ کې د  څه باندې (۲۹،۹) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (. . .

BACK TO NEWS