په روزګان کې د ۷۷۰ زره افغانیو په لګښت د اوبو لګولو ۲۲۰ متره کانال جوړ شو

mrrd-admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۹ - ۱۰:۲۰
په روزګان کې د ۷۷۰ زره افغانیو په لګښت د اوبو لګولو ۲۲۰ متره کانال جوړ شو

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د ساتنې او څارنې، وجهي پرمختیايي برنامې له لوري د روزګان ولایت د مرکز په شاه ولي کاریز کې د ۷۷۰ زره افغانیو په لګښت د اوبو لګولو ۲۲۰ متره کانال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د دې پروژې په ترڅ کې ۱۳۲۰ کاري ورځې رامنځ ته شوې وې او تر بشپړتیا وروسته یې ۹۳ کورنۍ له ګټو برخمنې شوې.

یاده دې وي چې یاد کانال ۶۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راوسته.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۸
Background image

په بامیانو ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د بامیانو ولایت په مرکز او يکاولنگ ولسوالۍ کې د شاوخوا (۳۷) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې  د دغه. . .

BACK TO NEWS