په خوست کې د پرمختیایي پروژو د جوړولو کار روان دی

mrrd-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۱ - ۱۰:۴۳
په خوست کې د پرمختیایي پروژو د جوړولو کار روان دی

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرامونو د همغږی دفتر له لوري د خوست ولایت مرکز اړوند په ضبطي ماڼۍ کلي کې د ۵۵ مترو په اوږدوالي د اوبو لګولو پوخ سربند، د ۱۰۳ مترو په اوږدوالي د اوبو لګولو پوخ کانال، د ۶۰ مترو په اوږدوالي پوخ وزري دیوال او د ۴۰۰ مترو په اوږدوالي استنادي دیوال د جوړیدو کار ۳۵ او ۶۰ سلنه مخته تللی دی.

د یادو پروژو د تطبیق پر مهال کاریګرو ته ۱۲۴۷۷ کاري ورځې رامنځته شوې او په بشپړیدو به یې د سیمې ۸۴۰ اوسیدونکي ترې ګټه پورته کړي. د یادونې وړ ده، چې د دغو پروژو په بشپړیدو به د سیمې ۳۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راشي او تر څنګ به یې ګڼ شمیر کورونه هم د موسمي سیلابونو له زیان څخه خوندي شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS