په خوست کې به د ۲.۴ ميلیونه ډالرو په ارزښت ۳۰ زره کسانو ته لنډ مهالي کاري بوختیاوې برابرې شي

mrrd-admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۵ - ۱۳:۵۱
په خوست کې به د ۲.۴ ميلیونه ډالرو په ارزښت  ۳۰ زره کسانو ته لنډ مهالي کاري بوختیاوې برابرې شي

د کلیو بیارغونې او پراختیا سرپرست وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي، د پوهنې سرپرستې وزیرې اغلې رنګنیې حمیدي او ورسره مل پلاوي خوست ته د خپل سفر په لړ کې بیلابیلې پروژې ګټې اخېستنې ته وسپارلې او هم یې د خلکو ستونزې واوریدې.

د مراسمو په پیل کې خوست والي مهمند کټوازي د ښه راغلاست ترڅنګ د یاد ولایت د خلکو اساسي ستونزې شریکې کړې.

ورپسې په ولسي جرګه کې د خوست استازو، ولایتي شورا وکیلانو، مدني فعالانو، قومي مشرانو، مېرمنو او ځوانانو د یاد ولایت ستونزې چې د ولسي تړون نورو سېمو ته غځول او د زېربینایي پروژو پلي کول یې مهمې هغه وې، په خپلو خبرو کې یادې کړې.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر د پوهنې وزیرې ته د یاد وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د اقراء برنامې لوري ۴۵ ښوونځیو ته نوې جوړ ‏شوې ودانۍ رسماً وسپارلې چې ۶۹ زره زده کوونکو ته یې د زده کړو وړ چاپیریال برابر کړ.

‏ همدارنګه د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي د پروژو د پرانېستې د مراسمو په موخه جوړ شوي رسنیز کنفرانس ته وویل، په خوست کې به ۲،۴ میلیونه ډالره په ارزښت ۳۰ زره کسانو ته لنډ مهالي کاري بوختیاوې ‏برابرې شي.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر زیاته کړه، په خوست کې د ۱۳۹۹ کال په جریان کې ۴۵۹،۶ ميلیونه افغانیو په ‏ارزښت د ۱۶۹ پروژې بشپړې شوې دي او ۹۲۲.۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۵۶ نورو پرمختیایي پروژو چارې د ترانسپورت، اوبو رسولو او اوبه خور په برخو کې روانې دي.‏

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي وویل، په ۱۴۰۰ کال به د ۱.۵۲ میلیارده افغانیو ‏په ارزښت ۱۵۶ پرمختیایي پروژې پلې شي.‏

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۰:۱۹
Background image

په لغمان ولایت کې ( ٢٤٤) بیلابیلې پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د لغمان ولایت په علیشنګ او بادپښ ولسوالیو کې د (٢٧٨) میلیونه افغانیو په لګښت د ( ٢٤٤ ) پراختیايي پروژو چارې بشپړې او د یوې غونډې په ترڅ کې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۰:۱۲
Background image

په لغمان ولایت کې د (۱۶۱) بیلابیلو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د لغمان ولایت په علینګار ولسوالۍ کې د شاوخوا (٢٩٥) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۶۱) پراختیايي پروژو چارې د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۶ - ۹:۲۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د(۶۸) پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د کاپيسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د شاوخوا (۱۲۰) میلیونه افغانیو په لګښت د (۶۸) پراختیايي پروژو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د. . .

BACK TO NEWS