په خوست ولایت کې د ۶.۳ کیلو متره سړک د جوړولو د پروژې کار روان دی
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د خوست ولایت په اسمعیل خیلو او مندوزیو ولسوالیو کې د ۶.۳ کیلو مترو په اوږدوالي په پاخه ډول جوړیدونکي ټرانسپورټي سړک د پروژې کار ۳۸ سلنه مخ ته تللی دی.
د یادې پروژې د تطبیق پر مهال چې له ملي بودیجې تمویل شوې ۹۴۸۷ کاري ورځې رامنځته او په بشپړیدو به یې د سیمې ۱۳۲۴۳ اوسیدونکي له دغې پروژې ګټه پورته کوي.
د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې په بشپړیدو به نه یواځې د سیمې د اوسیدونکو ټرانسپورټي ستونزې هوارې شي بلکې د سیمې ګڼ شمیر کلي به هم یو له بل سره ونښلول شي.
