په تخار کې د څه باندې ۴ میلیونه او۳۰۰ زره افغانیو په لګښت د شاوخوا ۱۱ کیلوواټو لمریزې برښنا شبکې د غزولو کار روان دی

د څه باندې ۴ میلیونه او۳۰۰ زره افغانیو په لګښت د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام تر سیوري لاندې د شاوخوا ۱۱ کیلوواټو لمریزې برښنا شبکې د غزولو کار د تخار ولایت د نمک اب ولسوالۍ اړوند د تاش بلاق د کلي د پراختیایي شورا له لوري روان دی. نوموړې پروژه ۶۰ ستنې او ۲ سټیشنونه لري چې کار یې تر اوسه ۳۰ سلنه پرمختګ کړیدی. د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې د جوړیدو په بهیر کې به د ماهرو او غیرو ماهرو کاریګرو لپاره ۲۷۰ کاري ورځې رامنځته شوي او د پروژې د بشپړیدو وروسته به د کلي ۹۱ کورنۍ ګټه پورته کړي.