په بلخ کې د ۳.۵ کیلو متره اوږد کلیوالي فرعي سړک د جوړولو کار روان دی
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام لخوا د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ اړوند د عزیز خان شورا په ژم کوره مېنې کې د کوچیانو لپاره د یو فرعي سړک د جوړولو کارروان دی. دا سړک ۳.۵ کېلومتره اوږدوالی او۵ متره پلنوالی لري چې جوړیږي. په دې پروژه کې ۳ پلګوټي چې هریو يې۶ متره اوږدوالی لري هم شامل دي، او ۱۵۹ کورنۍ به ترې ګټه واخلي.
