په بغلان کې د ۳۰ میلیونو افغانیو په ارزښت د یوه پل د جوړولو کار بشپړ شو

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت له لوري او د GIZ په مالي مرسته د بغلان ولایت مرکز پلخمري کې د ۳۰ میلیونو افغانیو په ارزښت د یوه پل د جوړولو کار بشپړ شو.
ددې پروژې د تطبیق پرمهال کاریګرو ته په سلګونه کاري ورځې رامنځته شوې او د بشپړیدو په صورت کې د سیمې ۴۰۰۰ کسان یې له ګټې برخمن شوي دي.