په بغلان کې د ۲.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۴۷ متره اوبه خور کانال او استنادي دیوال کار روان دی
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د سیمه یزو پروګرامونو د همغږۍ د دفتر له لوري د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ سلام خیل کلي کې د ۲.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۴۷ متره اوبه خور کانال او استنادي دیوال کار روان دی.
ددې پروژې د تطبیق په ترڅ کې ۱۲۱۱ کاري ورځې رامنځته کیږي او پر بشپړیدو به یې ۴۰۰ جریب کرنیزه ځمکه د اوبه خور تر منظم پوښښ لاندې راشي.