په بغلان کې د ۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت ۵۱ متره پل او ۱۹۰ متره سړک جوړیږي

Ehsan_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۲/۲ - ۱:۱۳
بغلان

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي لار جوړولو ملي پروګرام له لوري د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې د ۱۹۰ متره کریړي سړک او ۵۱ متره پل د بنسټ ډبره کیښودل شوه او کار یې پیل شو.

د دې پروژې په ترڅ کې ۴۰۴۰ کاري ورځې رامنځ کیږي او تر بشپړتیا وروسته به یې د سیمې د اوسیدونکو ترانسپورتي ستونزې هوارې شي او وبه کولای شي چې خپل کرنیز توکي په لږ وخت کې د خرڅلاو مارکیټونو ته ورسوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۱۹
Background image

په پروان ولایت کې د (۱۷۵) بیلابیلو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې (۲۴۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۷۵) پراختیايي پروژو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۵:۲۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت کې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب په مشري نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې چې د کلیو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۸:۱۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د (۱۱۶) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د میدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د شاوخوا (۲۰۳) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۱۶) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې نن د یو لړ مراسیمو په ترڅ. . .

BACK TO NEWS