په بغلان کې د ۱،۸ ميليونه افغانیو په ارزښت د یوې پرمختیايي پروژې چارې روانې دي
د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د جدید بغلان په ولسوالۍ کې د کرنیزو ځمکو د اوبو کولو ۱۰۰ متره کانال او د ۴۶۰ متره محافظوي دیوال د جوړولو چارې د ۱،۸ ميليونه افغانیو په ارزښت روانې دي.
د دې پروژې په کاري بهیر کې ۱۲۱۸ کاري ورځې ایجاد شوې او ۴۷۰ جریبه ځمکه به خړوبوي.