په بدخشان کې د اوبه خور د کانال کار روان دی

mrrd-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۴ - ۹:۲۹
جریان کار اعمار ۱۳.۲ کیلومتر کانال آبیاری در بدخشان

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام تر څار لاندې ۱۳۲۰۰ متره کانال چې د KFW په مالي لګښت د AKF له خوا د بدخشان په کشم ولسوالۍ کې په اړینو معیارونو سره په پاخه او بنسټیز ډول جوړیږي کار یې ۱۱ سلنه مخکې تللی دی.

د دې پروژې په تطبیق سره به ۳۲۷ تنه سیمه ییز اوسیدونکي په دوامداره توګه په کار بوخت شي او ۲۶۱۸ تنه به یې له ګټې برخمن شي. باید ووایو چې د دې کانال په بشپړتبا سره به ۳۴۷۰ جریبه کرنیزه ځمکه د اوبه خور تر منظم پوښښ لاندې راشي او د کروندو په لاره به د اوبو د ضایع کیدو مخه هم ونیول شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل‌ فرش سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا پورې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل ‌فرش سړک د جوړولو چارې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۶:۱۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال په ننګرهار کې د پراختیايي پروژو د کار له بهیر څخه څارنه ترسره کړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ښاغلي الحاج محمد ارسلاح خروټي ننګرهار ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د بېرته راستنېدونکو کډوالو ښارګوټي کې د. . .

BACK TO NEWS