د کندز په خان اباد ولسوالۍ کې د ښوونځي د ودانۍ چارې روانې دي

mrrd-admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۱ - ۱۴:۴۶
جریان کار ساخت یک باب مکتب در ولسوالی خان آباد ولایت کندز

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د اقراء پروژې تر سیوري لاندې د کندز ولایت د خان اباد ولسوالۍ د خوب دره کلي لپاره د ښوونځي د ودانۍ جوړولو کارونه روان دي. د ښوونځي دغه وداني به چې اوس یې کارونه ۹۰ سلنه بشپړ شوي، یوه اداري او ۶ درسي خونې او ۳ تشنابونه ولري چې د یاد کلي ۱۴۶ نجونو او هلکانو ته به د زده کړو وړ چاپېریال برابر کړي.

د ښوونځي لپاره د جوړیدونکې ودانۍ د کار په بهیر کې به د سیمې تخنیکي او نا تخنیکي کاریګرو ته ۲۳۸۵ کاري ورځې هم برابرې شي.

د ولسي تړون اقراء پروژې لخوا د کندز په خان اباد ولسوالۍ کې ۳۷ ښوونځيو ته ودانۍ جوړیږي چې تراوسه یې د ۹ ودانیو کارونه بشپړ شوي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۴:۳۱
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب په مشرۍ نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۹:۸
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت خپل یو کلن فعالیتونه او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب نن له غرمې مخکې د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز په خبري کنفرانس کې د یاد وزارت یو کلن فعالیتونه او لاسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۱۹
Background image

په پروان ولایت کې د (۱۷۵) بیلابیلو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې (۲۴۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۷۵) پراختیايي پروژو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د. . .

BACK TO NEWS