د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت کارکوونکو لپاره د دیني درسونو د ازموینې د کلنۍ پایلو اعلان او د ستاینلیکونو ویش

noor_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۵ - ۱۰:۳۲
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د دیني درسونو د ازموینې کلنۍ پایلې نن له غرمې مخکې د یوې غونډې په ترڅ کې چې د دغه وزارت په انګړ کې ترسره شوه اعلان او د یاد وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري مخکښو کارکوونکو ته ستاینلیکونه وویشل شول.

په یاده غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست الحاج ملا محمد یونس آخندزاده، د لوړو زده کړو وزارت سرپرست محترم شیخ القرآن والحدیث مولوي ندا محمد (ندیم)، د دعوت او ارشاد عمومي رئیس محترم مولوي محمد هاشم (شهید ورور)، د وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال محترم مفتي سید احمد (مستقیم)، د مالي او اداري مرستیال محترم مولوي عبدالرحمن (حلیم)، د پلان او پالیسي مرستیال محترم مولوي شرف الدین (مسلم)، د وزارت مرکزي رئیسانو، د اسلامي امارت مجاهدینو او د وزارت کارکوونکو ګډون کړي وو.

یاده غونډه د قران کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پيل شوه. ورپسې د همدې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي احسان الله (ابوالفیضان) میلمنو او حاضرینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دیني درسونو او د هغو د اهمیت او په دې درسونو کې د وزارت د کارکوونکو د فعالې ونډې په اړه خبرې وکړې.

وروسته د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال محترم مفتي سید احمد (مستقیم) د دعوت او ارشاد ریاست د اهدافو او فعالیتونو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او د وزارت کارکوونکي يې د دیني علومو زده کړې ته وهڅول.

ورپسې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست محترم شیخ القرآن و الحدیث مولوي ندا محمد (ندیم) د اسلامي نظام او د امر باالمعروف او نهی عن المنکر د مسئوولیتونو په هکله خبرې وکړې وویل: اسلامي نظام باید خلک ښو اخلاقو، نیکو اعمالو، عقایدو او اسلامي عباداتو ته متوجه کړي.

همدارنګه د امر بالمعروف و نهی عن المنکر وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مولوي محمد هاشم (شهید ورور) او د وزارت د پلان او پالیسي مرستیال محترم مولوي شرف الدین (مسلم) هم د دغه موضوع په تړاو خبرې وکړې.

د غونډې په پای کې د دعوت او ارشاد عمومي رئيس له خوا محترم وزیر صاحب او د دعوت او ارشاد رئیس ته ستاینلیک ورکړ شو او همدارنګه (۱۱) تنه هغو کارکوونکو ته چې د دیني درسونو ازموینو کې لوړې نمرې ترلاسه کړې وې د وزارت د رهبري هیئت او د وزارت د ارشاد او دعوت ریاست له خوا ستاینلیکونه او ډالۍ وویشل شوې.

 غونډه  د دعايې په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۸
Background image

په بامیانو ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د بامیانو ولایت په مرکز او يکاولنگ ولسوالۍ کې د شاوخوا (۳۷) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې  د دغه. . .

BACK TO NEWS