د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

noor_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۰:۷
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په مقر کې جوړه شوې وه، د یاد وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب، د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي، د یونیسف دفتر او نورو مؤسساتو استازو ګډون کړی وو. 

د غونډې په پیل کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د یادې غونډې د اهمیت په اړه خپله ارزښتناکه وینا وکړه او وویل: زمونږ هېواد ډېر کار ته اړتیا لري، زمونږ او ستاسې ګډ مسوولیت دی ترڅو په کلیو کې د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړو او کوښښ به مو دا وي چې مستحقو خلکو ته پروژې ورسوو او ټولګټې خدمات وړاندې کړو.

دغه راز محترم وزیر صاحب د پروژو کیفیت ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې د پروژو د پلې کولو پرمهال روڼتیا او تخنیکي چارو ته ځانګړې پاملرنه وشي او د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سره په همکارۍ پلې شي.

همداراز محترم وزیر صاحب د مؤسساتو د استازو خبرې په غور واوریدې او غونډه د دعائیې په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۶:۵۵
Background image

په زابل ولایت کې د اوبو رسولو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د زابل ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د خاک افغان ولسوالۍ په ملا وصیل کلي کې د څه باندې (۴،۷) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو چارې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۵:۰
Background image

په غزني ولایت کې د اوبو دوه کوچني بندونه (چکډیمونه) ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د غزني ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په رشیدانو او خوګیانو ولسوالیو کې د څه باندې (۶۸) زره امریکايي ډالرو په لګښت د اوبو د دوو کوچنیو بندونو (چکډیمونو) د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۰:۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

پ. . .

BACK TO NEWS