د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو روزنیز ورکشاپ ترسره شو

noor_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۱ - ۸:۵۹
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولایتي او مرکزي رئیسانو  درې ورځنی دایر شوی روزنیز ورکشاپ د یاد وزارت د سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب په مشرۍ د انټرکانټینینټال هوټل په تالار کې ترسره شو.

په یاد ورکشاپ کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، د وزارت مرستیالانو، مرکزي او ولایتي رئیسانو ګډون کړی وو.

 د یاد وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده د ورکشاپ په پیل کې وینا وکړه او وويل د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت هغه وزارت دی ، چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د پام وړ فعالیتونه لري او همدا راز د همکارو مؤسسو په همکارۍ او همغږۍ په کليوالي سیمو کې بیلابیلې پروژې پلې کوي.

وروسته ولایتي رئیسانو په نوبت سره د خپلو ولایتې ریاستونو او خلکو عمده ستونزې د وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې.

د دغه روزنیز ورکشاپ په پای کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب د ولایتونو ټولو رئیسانو ته د متوازن انکشاف هدایت وکړ او وویل چې موږ او تاسو ته د دې ځوریدلی ولس د خدمت کولو امانت را سپارل شوی، باید خپل کارونه په ښه صداقت تر سره کړو ترڅو مستحقو او اړمنو خلکو ته د پروژو د تطبیق په وخت کې لومړیتوب ورکړو.

همداراز محترم وزیر صاحب زیاته کړه د دغه روزنیز ورکشاپ موخه دا ده چې د ولایتي ادارو سره همغږۍ او د اصولو سره سم خپل کارونه مخته یوسئ.

په نوموړي ورکشاپ کې دامر بالمعروف،نهی عن المنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزير شيخ محمد خالد حنفی صاحب،  د دي ورکشاپ د اهمیت او ارزښت په هکله خبري وکړې او وویل، دنده یو امانت دی او باید خپل کارونه په ډیر اخلاص او صداقت سره ترسره کړو.

یاد ورکشاپ د تصدیق پاڼو په ویش او د خیر دعائيې په کولو سره پای ته ورسید.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۱۶
Background image

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له بهیر څخه لیدنه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال مولوي شرف ‌الدین مسلم د یوه پلاوي په ملتیا بدخشان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۰
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت محترم وزیر صاحب غزني او زابل ولایتونو ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د مل پلاوي په ملتیا غزني او زابل ولایتونو ته د کاري سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د کلیو د بیارغونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۸:۲۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د نورستان ولایت له والي او قومي مشرانو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د نورستان ولایت له والي ذین العابدین عابد او د یاد ولایت قومي مشرانو سره لیدنه وکړه.

. . .

BACK TO NEWS