د کلیو بیا رغونې او پرمختیا انسټيټيوټ

Ehsan_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۴ - ۱۱:۳۳
انستیتیوت

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت انسټيټيوټ د یوه علمي او اکاډمیک بنسټ په توګه د خپل تطبیقي او ستراتیژیک پلان پر بنسټ د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت له تګلارې سره په همغږۍ فعالیت کوي.چې د سروې، څیړنې، پلټنې، اطلاعاتو خپرولو، د کلیوالي ټیکنالوژیو دودول، د کليوالي شوراګانو وړتیاوې لوړول او د یاد وزارت او اړوندو سکتورونود خدمتونو وړاندې کولو اغیزمنتیا زیاتول او په اړه یې  ولسي غبرګون له اړونده ادارو سره شریکول د ټولو ولایتونو په کچه ددغه انسټیټوټ موخې  دي.

دغه انسټیټیوټ په ۱۳۳۳ ل کال کې د ګلزار ښوونیز مرکز په نامه یادیده او بیا په ۱۳۳۵ م کال د کابل په چهار اسیاب ولسوالۍ کې د هند او نورو مرستندویو هیوادونو په مرسته د کلیو د پراختیا د ښوونیز مرکز په نامه یاد شو ددې مرکز موخه هم د کارکونکو روزل و چې په کلیدي وزارتونو کې د کلیو د پرمختیا په پروګرامونو خپل اغیز جوت کړي.

په ۱۳۵۲ ل کال کې دا مرکز د کلیو د پراختیا انسټیټیوټ په نامه وبلل شو چې د کلیو د پراختیا په برخه کې د لیسانس او ماسټرۍ په کچه زده کړې ورکړي او د کلیو پراختیا د پروګرامونو د ارزونې په برخه کې کار وکړي، خو د کورنیو جګړو او د وزارتونو په تشکیلاتو کې د بدلونونو له کبله انسټیټیوټ ونه توانید چې خپل پرمختیايي پلان پلی کړي او په پای کې د کلیو د بیارغونې  او پراختیا په بیلو ریاستونو وویشل شو.

د دې انسټیټيوټ دویم ځلي بنسټ د اسلامي جمهوري دولت تر جوړیدو وروسته کیښودل شو چې د اسیا او اقیانوسیه ((CIRDAP هیوادونو د اړیکو د مرکز په توګه یو انسټيټیوټ ووسي افغانستان یې په ۱۹۹۵ م کال کې غړیتوب اخستی دی، چې د کلیو د هر اړخیزې پرمختیا Comprehensive Rural Development) د تګلارې له مخه  د وزارت د ستراتیژۍ د پلي کولو د وړتیاوو لوړولو او تحقیقاتي پروګرامونو د پلي کولو په موخه د یو اکاډمیک بنسټ په توګه کار وکړي.

اوسمهال دا انسټیټیوټ د خپل پنځه کلن ستراتیژیک پلان په رڼا کې د ( پلټنو،سروې، تخصصي او مسلکي ښوونو، د کلیوالي ټيکنالوژۍ د پارک، بورسونو، فیلو شیپونو او د معلوماتو د تکثیر ) او همدا راز ( د ښځو توانمنولو، چاپیریال ساتنې، له ادارې فساد سره د مبارزې، له پیښو سره د مبارزې او د سیمیزو او نړیوالو همکاریو) په برخو کې کار کوي.

څیړنه او سروې ددې ادارې له کلیدي برخو دي او موخه یې د کلیو د پرمختیا د سروې ګانو، تخنیکي مطالعاتو، څیړنیزو او علمي پلټنو پلي کول دي چې اغیز یې ګټور او پایدونکی وي. دې برخې تر اوسه ۸ سروې ګانې تر سره کړې دي او یا یې د هغو په پلي کولو کې تخنیکي مرسته کړې ده چې د ډیرو بې وزلیو کورنیو سروې TUP یې د بلخ په څلورو ولسوالیو کې د  MISFA & WB، د عمومي دفتر په مرسته  او د  وچکالۍ  په ۳۴ ولایتونو کې  د ناوړو اغیزو سروې، د پوهنې وزارت  د معلوماتي سیستم ارزونه، په شپږو ولایتونو کې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د پرمختیايي پروژو د لومړي پړاو د لاس ته راوړنو د ارزونې سروې، د لیتاکا پروژې مقدماتي سروې، د AREDP پروګرام مقدماتي سروې، په ۳۴ ولایتونو کې د افغانستان بانک مقدماتي سروې، په ۲۸ ولایتونو کې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د پرمختیايي پروژو د ددویم پړاو د لاس ته راوړنو د ارزونې سروې، په ۲۸ ولایتونو کې د سپما د ګروپونو د مالي پایدارۍ سروې د WEERDP پروګرام له خوا همدا راز د کوکنارو کښت او بدیل نباتات یې کتاب په دوو ژبو ( پښتو او دري) او د کلیو د پرمختیا سکتور په برخه کې یې ۱۸ علمي مقالې تدوین کړې دي.

مسلکي زده کړې چې موخه یې د بشري سرچینو تخصصي او مسلکي وړتیاوې لوړول دي چې د کلیو پرمختیا په برخه کې اغیزناک او پایدونکي خدمتونه تر سره شي، په دې موده کې یې د څه باندې ۲۰۰۰ کسانو لپاره ۴۵ ښوونیز کورسونه تر سره کړي دي چې ۴۵ سلنه  ګټه اخستونکې یې ښځې وې. ( د مدیریت او مشرتابه کورسونه، همغږي او مفاهمه، څار او ارزونه) همدا راز په ۱۹ ولایتونو کې د وزارت د ۱۷ مرکزي ریاستونو د ۷۲۴ کسانو ښوونیزه اړتیا ارزونه، د سویلي کوریا  د کاري کومیټې ماډل ( نوی کلیوال حرکت) د پوهاوي کنفرانس یې جوړ کړی او دا پروګرام یې د پروان ولایت په دوو کلیو کې پلی کړی.

د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې په ۲۴ جریبه ځمکه کې د کلیوالو خلکو د پایدونکي اقتصاد د ښه کیدو په موخه د کلیوالي ټیکنالوژیو څخه کار اخستل بنسټیز کول. دې څانګې له دودیزو صنعتګرو څخه د معلوماتو ټولو په موخه د هیواد په ۲۱ ولایتونو کې سروې کړې چې په پایله کې یې ۱۰۰ ډوله بیلابیلې ټیکنالوژۍ په نښه شوي او په ( رهنمود تکنالوژی های روستایی ) کې چاپ شوې دي سربیره پر دې د کلیوالي ټیکنالوژۍ د پارک ودانۍ  یې جوړې او سنبال کړې دي.

چې ۴۶ ډوله کلیوالي ټیکنالوژۍ په کې نندارې ته وړاندې کیږي همدا راز په کې د کلیو پرمختیايي شوراګانو غړو او متشبیثینو ته د پوهاوي غونډې هم جوړیږي.

همدا راز انسټیټيوټ د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د کارکونکو د وړتیاوو لوړولو په موخه د لیسانس فوق لیسانس او ماسټرۍ په برخه کې بورسونه برابروي چې تر اوسه ۵۰۰ کارکونکو ته په کورنیو او بهرنیو پوهنتونونو لکه ( جاپان،سویلي کوریا او هندوستان ) کې دا اسانتیا برابره شوې ده چې ۲۱ سلنه یې ښځې وې)

د معلوماتو خپرولو په برخه کې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت پر اړه د عامه پوهاوی او په وخت د معلوماتو رسولو دنده لري. همدا راز یې د کتابونو ټولولو کمپاین تر سره کړی او له دې لارې یې ۶۰۰ کتابونه ټول کړي، د پنځو کالونو  ګزارشونو او راپورونو چاپول، د کتابونو ۳ نندارتونه جوړول، په بیلابیلو موضوعاتو ۳۳ علمي سینارونه، ۸ لنډ مستند فلمونه، تصویري کلیپونه او مهالنۍ، ( پښتو، دري، انګلیسي ) ددې څانګې له لاس ته راوړنو دي.

د کلیو د پرمختیا انسټیټیوټ ژمن دی چې د شته امکاناتو او د وزارت د مشرتابه په ملاتړ او بشري ځواک سره د کلیو د پرمختیا په برخه کې ژور او ګټور بدلونونه رامنځ ته کړي. دا اداره مکلفه ده چې د خلکو د پوهاوي کچه لوړه کړي، د سروې او څيړنې په پایله کې د خدمتونو څرنګوالی ښه کړي، مسلکي او تخصصي تعلیمات او زده کړې ورکړي، کلیوالي ټيکنالوژي پیاوړې او دود کړي، د بورسونو اسانتیاوې رامنځ ته کړي او پر وخت معلومات خپاره کړي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۵۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال شیخ اسدالله سنان او د کلیو د بیارغونې او پراختیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

BACK TO NEWS