د کلیوالي پرمختیایي شوراګانو د رفاهي شمیرو ډیجیټل کول پيل شول

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت معلوماتي سیستم او د احصایې ریاست د پلان او پالیسۍ د عمومي ریاست تر څار لاندې د کلیوالي پرمختیایي شوراګانو د رفاهي شمیرو ډیجیټل کول پيل کړل.
دا شمیرې د ولسي تړون د پلي کیدا په ترڅ کې له ټولو پرمختیايي کلیوالي شوراګانو راټولیږي چې د کلیوالي کورنیو د غړو د حالت د بیز لاین یا د پیل د کرښې ټول معلومات په کې شامل دي چې د کلیوالي پرمختیايي شوراګاونو د بې وزلۍ د کرښې په ټاکلو کې مرسته کولای شي.
ددې تمرین په پایله کې به د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د شمیرو یو داسې ټولګه ولري چې کیدی شي د ټولو دولتي پروګرامونو د بیز لاین یا د پیل د کرښې په برخه کې ترې ګټه واخستل شي.