د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام له لوري په کندهار ولایت کي د پور او سپما ګروپونو او اتحادیو ته د مقطعي پانګې د لېږد پروسه په رسمي ډول پیل شوه
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام له لوري د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ په ناقیلین کلي کې د مقطعي پانګې د لېږد افتتاح د یوې غونډي په ترڅ کې ترسره شوه.
د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام له لورې په ډنډ او دامان ولسوالیو په ۴۳ اتحادیو کي ۴۴۳ سپما ګروپونو ته څه باندې پنځه میلیونه او اوه سوه زره افغانۍ بانکي اکواڼټو ته جمع شوېدي، چې اتحادیو ته يې د انتقال پروسه په رسمي ډول پیل شوه.