د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام له لوري سپما ګروپونو او د پور او سپما کلیوالي اتحادیو ته د مقطعي پانګې د ورکړې لړې په هرات ولایت کې پیل شوه

content_manager
دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۴ - ۱۴:۱۰
آغاز پروسه‌ی انتقال سرمایه‌ی مقطعی به گروپ‌های پس‌انداز و اتحادیه‌های قرضه‌دهی برنامه ملی انکشاف اقتصاد روستایی در هرات

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام له لوري په هرات ولایت کې سپما ګروپونو او د پور او سپما کلیوالي اتحاديو ته د وړیا نغدي مرستې د ورکړې لړې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي او اداري مرستیال ښاغلي معراج‌الدین شمس، د پروګرام زون مسوولینو، قومي مشرانو، او رسنیو پر وړاندې رسماً پیل شوه.

په لومړي پړاو کې د هرات ولایت په انجیل، ګذره، کرخ او کشک رباط سنګي ولسوالیو کې د پور او سپما۷۰ کلیوالي اتحادیو او ۶۴۲ سپماګروپونو ته ۶.۲ مېلیونه افغانۍ وړیا مرسته ترسره شوه.

د بلاعوضه مرستې له ورکړې څخه موخه د پور او سپما په کلیوالي اتحادیو کې د پیسو زیاتول، مالي سرچینو ته د لاسرسي په برخه کې د اسانتیاو برابرول او د کلیوالو هڅول چې له دې سرچینو څخه د خپلو اقتصادي او تولیدي فعالیتونو د پیاوړتیا او پرمختیا لپاره ګټه پورته کړي. چې په دې کار سره به په مستقیم او غېر مستقیم ډول د لاسي صنایعو، تولیداتو د جوړولو، د خوراکي توکیو د پروسس، غالۍ اوبدلو، دوکاندارۍ، کرنې، مالدارۍ او داسې نورو برخو کې خلکو ته بوختیاوې رامنځ‌ته شي.

د یادونې وړ ده چې په دویم پړاو کې به ۱۲ مېلیونه افغانۍ وړیا مرسته د پور او سپما په ۴۰ کلیوالي اتحادیو او ۳۱۱ سپما ګروپونو ووېشل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS