د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام د څلورو زونونو کارکوونکو لپاره مالي سرچینو ته د لاسرسي په اړه روزنه ورکړل شوه

content_manager
چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۲ - ۸:۵۶
د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام د څلورو زونونو کارکوونکو لپاره مالي سرچینو ته د لاسرسي په اړه روزنه ورکړل شوه

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام د څلورو زونونو کارکوونکيو ته د پروګرام په مرکزي دفتر کابل کې مالي سرچینو ته د لاس‌رسي په اړه دوه ورځنی روزنیز پروګرام تر سره شو.

دکلیوالي اقتصاد‌ د‌ پیاوړتیاملي پروګرام اجرایوي رییسې آغلې لطیفه مجیدي، ګډونوالو ته په‌دې ورکشاپ کې د مالي چارو د پرمخ‌وړلو په تړاو مهمې لارښوونې وکړې او ټینګار یې وکړ؛ چې تاسو باید کلیوالو ته د پروګرام په اړه مثبت انځور وړاندې کړئ.

د مهالیزې وړیا پانګې د لېږد پروسه، په ګړندۍ توګه د دې مرستې د لېږد په برخه کې د اطلاعاتي سیستم MIS نقش، له پور ورکوونکیو موسسو سره د کلیوالي بنسټونو د اړیکو څرنګوالی، کلیوالي اتحادیو او سپماګروپونو ته د بانکي حسابونو پرانیستل هغه موضوعات وو، چې د دې روزنیز ورکشاپ په لومړۍ ورځ ګډونوالو ته وړاندې شول.

د یادونې وړ ده، چې دا روزنیز ورکشاپ به د پروګرام په مرکزي دفتر کابل کې سبا هم روان وي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS