د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر د دایکنډي ولایت له والي سره ولیدل

Ehsan_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۰ - ۱۰:۵۹
ملاقات

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي نن د شنبې په ورځ د دایکنډي له والي سیدانور رحمتي سره د یاد ولایت د ستونزو د  اوریدو په موخه ولیدل.
د لیدنې په سرکې د دایکنډي والي د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت له هڅو مننه وکړه، چې پروژې یې  د کلیوالي خلکو په ژوند کې مثبت تغییر راوستلی دی.
ده وویل، د دایکنډي خلک له زده کړو سره زیاته مینه لري او پرته له توپیر غواړي، چې ځوانان او نجونې یې زده کړې  وکړي، په داسې حال کې چې د یاد ولایت له ۴۵۷ ښوونځيو څخه تقریبآ نیم یې ودانۍ نه لري، که په شپږ زره ښوونځيو کې دایکنډي ته هم توجه وشي، یاده ستونزه به تر ډېره حل شي.
د دې ترڅنګ د دایکنډي والي په یاد ولایت کې د ولسي تړون ملي پروګرام نور ولسوالیو ته د غځولو او د فعالیتونو ډېرولو غوښتنې شریکې کړي.
د کليو بیارغونې  او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي وویل، د ۶۰۰۰ ښوونځيو د جوړولو په دوهم پړاو کې ۲۲۳ ښوونځي یاد ولایت ته په پام کې نیول شوي او د دوهم پړاو د بودیجې پیدا کولو  په موخه   چې ټول ۳۵۵۳ ښوونځي کیږي له نړیوال بانک سره ناستې لري.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر زیاته کړه، د یاد ولایت د کليو بیارغونې او پراختیا نوي ټاکل شوي رئیس ته یې دنده سپارلي، چې د دایکنډي مهمې اړتیاوې او د خپل ریاست د ارزونو راپور ژر شریک کړي.
د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر وویل، د لویو پروژو د پلي کولو په برخه کې هڅې کوي، چې څو کلي په یو ځای ترې ګټه واخلي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS