د کابل په موسهي ولسوالۍ کې د ۱۷،۸ ميلیونه افغانیو په ارزښت د کرنیزو ځمکو د اوبه کولو کانال چارې پیل شوې ‏

mrrd-admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۱ - ۱۴:۵۷
آغاز کار ساخت ۴.۵۸ کیلومتر کانال آبیاری به ارزش ۱۷.۸ میلیون افغانی در کابل

‏ د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د سېمه ییز پروګرام له لوري د کابل ولایت په موسهي ولسوالۍ کې د یو ستر کانال چارې د ‏وزارت د ولایتي رئیس اول خان احمدزي او د ځایي مشرانو لخوا پیل شوې.‏

د کرنیزو ځمکو د اوبو کولو یاد کانال چې ۴۵۸۰ متره اوږدوالی لري، د سېمې څه باندې ۵ زره جرېبه کرنیزه ځمکه او ګڼ باغونه به ‏خړوبوي، په دې کانال ۱۷،۸ ميلیونه افغانۍ لګښت کېږي، چې له ۳۰۰ څخه ډيرې کورنۍ به له دې کانال څخه ګټه اخلي‎.‎

د دې کانال د جوړولو په کاري بهیر کې ۵۲۷۱ کاري ورځې هم رامنځته کېږي او د سېمه ګڼ ځوانان به په کې په کار بوخت ‏وي.‏

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت هڅې کوي، چې محرومو ولسونو ته ځان ورسوي او د دوی ستونزې حل کړي، د دې ترڅنګ ‏په ټولو پروژو کې کېفیت وزارت ته لومړیتوب لري.‏

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۳:۱۶
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو پراختیا انسټیټیوټ د (GIS) ښوونیز ورکشاپ پيل شو

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت (۵۳) تنه مرکزي کارکوونکو لپاره د کلیو پراختیا انسټیټيوټ د جغرافیايي معلوماتو سیسټم (GIS) ورکشاپ نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۱۶
Background image

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له بهیر څخه لیدنه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال مولوي شرف ‌الدین مسلم د یوه پلاوي په ملتیا بدخشان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۰
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت محترم وزیر صاحب غزني او زابل ولایتونو ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د مل پلاوي په ملتیا غزني او زابل ولایتونو ته د کاري سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د کلیو د بیارغونې او. . .

BACK TO NEWS