د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په موخه د ۱۶ورځني کمپاین نمانځغونډه وشوه

mrrd-admin
شنبه ۱۳۹۹/۹/۱۵ - ۱۰:۴۰
د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په موخه د ۱۶ورځني کمپاین نمانځغونډه وشوه

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د ۱۶ ورځني کمپاین د نمانځنې په موخه ناسته وکړه.

آغلې لطیفه مجیدي د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام رییس، ددې کمپاین د ارزښت په اړه وینا وکړه او د پروګرام له کارکوونکیو څخه یې غوښتنه وکړه، چې له خپلو ښځینه همکارانو په ځانګړي توګه د کلیو په کچه له کلیوالو مېرمنو سره لا زیات په لوړې روحيې او ښه سلوک سره په کاري چاپېریال کې همکاري‌ وکړي.

په ټولنه کې د ښځو د کردار او د هغو پر وړاندې د تاوتریخوالي د لمنځه ‌وړلو په اړه د شعري بیتونو د کلمه او د هېواد په کچه د یو شمېر تاوتریخوالي بیلګې وړاندې کول، د تاوتریخوالي د مخنیوي لارې چارې او په دې اړوند په نورو موضوعاتو په یاده غونډه کې بحث تر سره شو.

د یادونې وړ ده، چې دا کمپاین هر‌کال د نومبر له ۲۵ نیټې څخه د ډسمبر تر ۱۰ مې په نړیواله کچه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له‌منځه‌وړلو په موخه په لار اچول کیږي، چې هدف یې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي ته «نه» ویل دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS