د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې ۳۸۰ کورنیو ته د څښاک اوبه چمتو شوې
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او کلیوالي حفظ الصحې ملي پروګرام له لوري د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په پاچایانو او بهار چهار دیکان کلیو کې د ۷.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو دوه شبکې جوړې شوې او ۳۸۰ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ. د دې پروژو په ترڅ کې ۲۹۰۰ کاري ورځې هم رامنځ ته شوې وې.