د جمهور رئيس په ځانګړي سپارښتنه په پکتیکا ولایت کې د زېربنایي پروژو پلي کولو د ارزونې او همغږۍ غونډه جوړه شوه

mrrd_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۱۲/۷ - ۱۵:۴
MinisterContractMeeting

 

په پکتیکا ولایت کې د اړونده ادارو د پلي شویو او روانو پرمخیتایي پروژو د ارزونې او همغږۍ غونډه، د هېواد د جمهور رئیس په ځانګړي سپارښتنه د سه شنبه په ورځ د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر په کوربه توب ، د پوهنې او ټولګټو چارو وزایرنو ، د کليو بیارغونې او پراختیا، کرنې، د اوبو او انرژۍ وزارتونو مرستیالانو او د کريکټ بورډ د استازي په شتون کې په کليو بیارغونې او پراختیا وزارت کې جوړه شوه. د غونډې په پیل کې د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهنمل مجیب الرحمن کریمي په پکتيکا ولایت کې د روانو پروژو، لومړيتوبونو، د شویو فعالیتونه ګزارش او د جمهور رئیس سپارښتنې د اړونده ادارو استازو ته وړاندې کړې. ورپسې د پوهنې او ټولګټو چارو وزیرانو، د کرنې، اوبو او برېښنا مرستیالانو د خپلو ترسره کړیو کارونو راپور وړاندې کړو. د غونډې په پای کې پريکړه وشوه، چې په پکتیکا کې به د پرمختيايي پروژو د څارنې او همغږۍ راپور د روانې اونۍ تر پایه برابر او د پکتیکا لومړیتوبونه به امکاناتو ته په پام د اړونده وزارتونو په پرمخیتايي پلانونو کې ځای شي. د یادونې وړه ده، چې د کليو بیارغونې او پراختيا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري ۲۱۷ پروژې په پکتیکا کې پلان شوې، چې د ۱۸۴ پروژو کارونه یې روان دي، د دې ترڅنګ د څه کم اووه ميليونه افغانیو په ارزښت د پکتيکا په زیړوک او ارګون ولسوالیو کې د دوو کارېزونو د بیارغونې چارې روانې دي او همدا راز د څه باندې ۱۳۴ ميليونه افغانیو په ارزښت د پکتیکا په جا نېخيلو او ارګون ولسوالیو کې د دوو سړکونو د جوړولو کارونه هم پیل شوي. د کورني اقتصاد د پیاوړتیا په موخه به د پکتيکا ولایت په ۵۷ کليو کې د مېرمنو د اقتصادي پیاوړتيا ملي برنامه پیل شي، چې ۴۵۶۰ کسانو ته به په کور دننه کاري بوختیا پیدا کړي او ورسره به يې اقتصادي حالت ښه شي.

MinisterPic2

 

MinisterContractPic3

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۱۹
Background image

په پروان ولایت کې د (۱۷۵) بیلابیلو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې (۲۴۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۷۵) پراختیايي پروژو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۵:۲۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت کې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب په مشري نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې چې د کلیو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۸:۱۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د (۱۱۶) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د میدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د شاوخوا (۲۰۳) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۱۶) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې نن د یو لړ مراسیمو په ترڅ. . .

BACK TO NEWS