د تړون ورکولو د پریکړې خبرتیا
د خپریدو نېټه
د پای نېټه
په دې توګه د ملي تدارکاتو د ۱۵/۱۲/۱۴۴۷ نیټې د ۲۰۰۷۲ شمیره خبرتیا په تعقیب ټولو ته خبر ورکول کیږي چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري ترڅو د پروان ولایت د سیاه ګرد ولسوالۍ په درازګرد کلي کې د سربند، محافظوي دیوال او کانال (۳۴،۳ متره سربند، ۳۳۹ متره محافظوي دیوال او ۶/۱۱۳ متره کانال) د جوړولو تړون چې MRRD/1405/NCB/W-1356 تشخیصیه نمبر لرونکی دی ، د D-26287 نمبر جواز لرونکی د آریا غوربند ساختماني، سړک جوړولو او ساختماني موادو تولید شرکت ته په ټولیز ډول ۲۱،۴۰۶،۲۱۷.۲ ( یوویشت میلیون څلور سوه شپږ زره دوه سوه اولس اعشاریه دوه افغانۍ) اعطا کړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په یاده برخه کې هر ډول اعتراض لري، کولای شي خپل اعتراض له دلایلو سره په لیکلې بڼه د دې اعلان له خپریدو څخه تر (۵) کاري ورځو پورې نیله باغ سړک، دارالامان، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، د تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.
دا خبرتیا د تړون لاسلیک کولو په مانا نه ده او د پورته یادې شوې نیټې او د وروستي قانوني طی مراحل تر بشپړیدو به تړون لاسلیک نشي.
