د تخار او پنجشیر تر منځ د ۶۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۵ کیلو متره سړک جوړولو کار روان دی

content_manager
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۵ - ۱۰:۵۳
جریان کار ساخت ۲۵ کیلومتر سرک به ارزش ۶۱ میلیون افغانی میان ولایات تخار و پنجشیر

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د تخار ولایت د ورسج ولسوالۍ له اسپوخ کلي د پنجشیر ولایت تر خاواک کوتل پورې د ۶۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۵ کیلو متره سړک جوړولو کار ۸۵ سلنه مخکې تللی دی.

دا پروژه په درې برخو کې بشپړه شوې چې ۴۲ پلچکونه، درې – ۱۰ متره پلونه، ۱۵۰ متره سنګ کاري شوې ویاله او څه باندې ۲۰۰ متره محافظوي دیوال یې هم برخې دي.

باید ووایو چې دا د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له لویو پروژو ده چې په بشپړتیا سره به یې تخار ولایت د پنجشیر ولایت له لارې له مرکز سره ونښلول شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۱۹
Background image

په پروان ولایت کې د (۱۷۵) بیلابیلو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې (۲۴۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۷۵) پراختیايي پروژو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۵:۲۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت کې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب په مشري نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې چې د کلیو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۸:۱۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د (۱۱۶) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د میدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د شاوخوا (۲۰۳) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۱۶) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې نن د یو لړ مراسیمو په ترڅ. . .

BACK TO NEWS