تیره اونۍ په هیواد کې د ۱۴ ښوونځيو ودانۍ جوړې شوي او د دریو نورو ښوونځيو کار بشپړتیا ته نږدی دی

content_manager
پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۰ - ۱۰:۵۹
تیره اونۍ په هیواد کې د ۱۴ ښوونځيو ودانۍ جوړې شوي او د دریو نورو ښوونځيو کار بشپړتیا ته نږدی دی

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د اقرا پروژې تر سیوري لاندې تیره اونۍ د میدان وردګ ولایت په جلریز او دایمیرداد، د کندز ولایت په امام صاحب، خان اباد، علي اباد او دشت ارچي ولسوالیو کې د ۱۴ ښوونځيو ودانۍ جوړې شوي او د کندهار ولایت په شګۍ، د نورستان په برګ مټال ولسوالیو او د غزني ولایت په مرکز کې به ۳ نور ښوونځي ډیر ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

دا ښوونځي ۱۲، ۱۰، ۸، یا ۶ ټولګي، تشنابونه او د څښاک د اوبو څاه ګانې لري چې د جوړیدو په ترڅ کې یې تخنیکي او نا تخنیکي کارګرو ته ۵۴ زره کاري ورځې رامنځ ته شوي.

یاده دې وي چې بشپړو شویو ښوونځيو د ۳۰۰۰ زده کونکو لپاره د ښوونې او روزنې وړ چاپیریال رامنځ ته کړ او له جوړیدونکو ښوونځيو به ۱۳۸۰ زده کونکي ګټه پورته کړي.

سربیره پر دې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون پروګرام له خوا د میدان وردګ ولایت په جلریز، دایمیرداد او حصه اول بهسود ولسوالیو کې د ۷ ښوونځيو لپاره ۶ څاه ګانې ایستل شوي، ۱۰ مبرزونه او ۹۶۰ متره د احاطې دیوال یې جوړ کړی او ګټې اخیستنې ته سپارلی دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS