تيره اونۍ د هيواد په پنځو ولايتونو کې ددريو ښوونځيو جوړولو کار بشپړ او د پنځو نورو پيل شو

Ehsan_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۰ - ۱۱:۳۷
مکاتب

د کليو بيا رغونې او پراختيا وزارت د ولسي تړون د اقرا پروژې تر سيوري لاندې د فارياب ولايت په قرمقل او د بلخ ولايت په چهارکنت ولسواليو کې ددريو ښوونځيو جوړولو کار بشپړ شو او نږدې ۶ زره زده کونکو ته د ښوونې او روزنې وړ چاپيريال رامنځ ته شو.
او په دريو ولايتونو کې د دريو ښوونځيو جوړولو کار پيل شو، دا ښوونځي د خوست په تڼيو، د بادغيس په ابکمري او د ننګرهار په کوز کونړ ولسواليو کې جوړيږي. دا ښوونځي به ۱۲، ۸ يا ۶ ټولګي، تشنابونه او د څښاک د اوبو څاه ګانې ولري.
ددې پروژو په ترڅ کې زرګونه کاري ورځې رامنځ ته شوي او په بشپړتيا سره به يې نږې ۱۷۰۰ زده کونکو ته د ښوونې او روزنې وړ چاپيريال رامنځ ته شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۱۹
Background image

په پروان ولایت کې د (۱۷۵) بیلابیلو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې (۲۴۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۷۵) پراختیايي پروژو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۵:۲۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت کې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب په مشري نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې چې د کلیو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۸:۱۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د (۱۱۶) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د میدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د شاوخوا (۲۰۳) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۱۶) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې نن د یو لړ مراسیمو په ترڅ. . .

BACK TO NEWS