داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو شرایط وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د پروان ولایت د سیدخیلو ولسوالۍ په قلعه سفید کلي کې د (۴۵۰) مترو په اوږدوالي د ګبیوني محافظوي دیوال د جوړولو پروژې داوطلبۍ بهیر کې چې MRRD/1405/NCB/W-1389 تشخیصیه نمبر لرونکی دی ګډون وکړي، شرطنامه دې مستقیمآ د ملي تدارکاتو ریاست له برښنايي تدارکاتو سایټ څخه او یا هم د ملي تدارکاتو ریاست برښنايي تدارکاتو سایټ کې د خپل شرکت له ثبت او راجستر وروسته او د ثبت ټکټ له وړاندې کولو او راجستر وروسته، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د تدارکاتو له ریاست څخه د فلش ډیسک (Flash Desk) له لارې د سهار له (۸:۳۰) بجو څخه تر (۳:۳۰) بجو پورې تر لاسه کړي او خپل آفرونه دې په تړلي ډول د آفر تسلیمي ضرب الاجل سره سم د شرطنامې د درج شویو شرایطو سره سم د ۱۴۰۵ کال د جوزا میاشتې ۲۶ نیټه سې شنبې ورځ د غرمې وروسته په ۲ بجو کابل ولایت، شپږمه ناحیه، دارالامان نیله باغ سړک، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.
یادونه: ناوخته رسیدلي او انټرنټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
