بلنلیک
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې د پرمختیايي او بشري مؤسساتو سره د چارو د بهبود ، د ښې همغږۍ او متوازن پرمختګ لپاره ناسته وکړي.
محترمو مؤسساتو ته په ډیر درنښت بلنه ورکول کیږي چې په دغه غونډه کې د رئیس یا با صلاحیته استازي په کچه ګډون وکړي.
والسلام
ملا عبدالطیف منصور
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت وزیر
وخت: یکشنبه سهار (۹) بجې ۱۴۴۷/۸/۱۳
ځای: د کلیوالي اوبو لګولو او ودانیزو چارو ریاست د غونډو تالار
