د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ په میدان وردګو ولایت کې د خوراکي توکو ویش

د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ او نظارت، د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) له لورې او د (FCDO) مؤسسې په همکارۍ د میدان وردګو ولایت د لومړۍ حصې بهسودو ولسوالۍ په بیلابیلو سیمو کې پر ۱۸۹۵ اړمنو او بېوزلو کورنیو خوراکي توکي وویشل شول. په یادو مرستو کې ٥٠ کیلو ګرامه اوړه، ٥ ليتره اوبلن غوړي، ٦.٢٦ کیلو ګرامه دال او ۰.۵ کیلو ګرامه مالګه شامله ده.