په بغلان کې د یوه محافظوي دېوال د جوړولو کار روان دی

چد کلیوبیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام تر سیورې لاندې د کاسا زر پروژې په مالي ملاتړ، د بغلان ولایت د ده صلاح ولسوالۍ اړوند په سنګبران کلي کې د ۲.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه محافظوي دېوال د جوړولو کارونه ۷۵ سلنه پر مخ تللي دي.
دغه دېوال ۲۵۸ متره اوږدوالی لري. ددې ټولګټې پروژې په بهیر کې به د سیمې د ۳۶۹ کورنیو تخنیکي اونا تخنیکي کاریګرو ته ۲۸۱۸ کاري ورځې برابرې شي.
د یادونې وړ ده چې دغه دیوال به ۱۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه او کورونه د سیلابونو د ګواښه وساتي.